شکر
دي چي ښه موړ پټ يم خفا بيا هم د قسمته
چي
مي نوم په دنيا نه وي او چي نه وي زيږیدلي
او
که وي چي شنه واښه وي ځناورو وي خواړلي
کاش
چي مينه پيدا نه وي او که وي چي وي بسياره
او
چي چا هم څه تکل کړي ښه آسانه وي دا لاره
نه
وي زلفي توري سترګي نه خواږہ خواږہ کته وي
نه
په ناز او په انداز د جانان خواته ورتله وي
نه
په نرمو نرمو شونډو خنداګاني وي خپل يار ته
او
که وي چي دي دلاسه ميئن نه ختلي دار ته
چرته
عشق چي اوسيدلي هم دي حسن ورسره وي
چي
يي کوم طرف کتلي هلته کښي يو معشوقه وي
عجيبه
شاني دستور وي چي رټل نه وي په مينه
چي
دي څنګه خواښيدلي جوړيدي چي نازنينه
چي
ټول عمر ګرځيدلي او شپه نه وي څه به خوند وي
يار
مي خوا کښي راسره وي او خماره مي هر بند وي
چي
شراب وي ميخانه وي سره لاسونه د ساقی وي
تا
وي نه څکم نوره نه څکم خو ساتونه د ساقی وي
کله
کله مي دا زړہ شی چي د ښکلی کړم راجمع
په
ميئنو يي تقسيم کړم چي شی واړہ تري بي غمه
خو
که دا ممکنه نه شوه نو څه دسي مي نيت کړي
ځان
سره کړم څو ملګری کړم دا ښکلی دړي وړي
خو
يريږم دي دنيا د رواجونو او رسمونو
اختلاف کولي نه شم دَ ملا ، دَ کتابونو
نو
زه دلته په ژړا شمه خپل رب ته په توبو شم
زه
ناپوهه خپل مالک ته په سوالونو په سجدو شم
ته
چي څه کړي زما ربه هغه ښه کړي ما ايمان دي
خو
يو سوال درته کومه دا زړګئي مي په خفګان دي
که
په سوال مي خفاکيږي راته بل څوک سلطان راکړي
اوکنه
نو اي سلطانه ما ته ښکلي جانان راکړي
نو
د زړہ نه مي غږ راشی وائي څه کوي نادانه
يي
په زمکه شراب غواړي مينه غواړي له آسمانه
حسن
و عشق خو آزمائښت دي زلفي سترګي لبان غواړي
دا
دنيا خو جيل خانه دا، دلته څنګه جانان غواړي
امتحان
دي ځان بيدار کړہ، قبر حشر ته به درومي
که
دي دلته مزي اوکړي، هلته تښتي به په کومي
شکر
شکر دي ملګرو، چي د زړہ مي مسلمان دي
خو
پوهيږم نه چي ولي دا هر وختي پريشان دي
د
ډير سوچ فکر نه پس مي، دا خبره اوموندله
چي
دا زړہ چي چا جوړ کړي، يادوہ يي کله کله
پس
له دي ساعت تر اوسه مي تسبي کلکي نيولی
خلق
چي څه کړی ما سيماؔب خو مصلي کلکي نيولی
( کلام : عبداللہ سیماؔب )