خلي لګوی

 

خلي لګوی


چي دوي خبري بي د ياره کوم خُلي لګوی

مي ژوندون ته عجیبه شاني تا لي لګوی ه زړ

 

بډي وهلی یي وی هر وختي خفګان ته خلقه

په نه خبره یي چي ګوري جهنډي سري لګوی

 

ما ورته وئیل چي مجبوریو ته لګ پام مي کوه

وي مجبورانو څه کار شی چي یاراني لګوی

 

زما په مینه که یي شک وی شی خفا دي له ما

پس له څو ورځو به دیري په ادیري لګوی

 

دسي خو نه ده چي مئین دي لیونئي نه دي خو

خاوري په سر ولی نه مخ باندي ایري لګوی

 

ته په خنده یي په محفل کښي بدګمانه  نه شي

خلقو کښي خاندی پټه ژاړی شوګیري لګوی

 

د زړه مي کله کله وائی چي مئین شه په چا

خو پینځه وخته به یي در ته څوک پیري لګوی

 

چا به چي وئیلو چي سیماؔب د یاراني خو نه دي

اوس هغه خلق یي مزار باندي ډیوي لګوی

 

( کلام  : عبداللہ سیماؔب )