آخرولے۔۔ ؟؟؟
هروخت په زړهٔ مې راورېږی ولے
هغه سړېٔ راته ياديږی ولے
چي يی زمونږ کلی نه کډه يوړه
بيابیا په دي باندي تيريږی ولے
وائي مدام چي
انتظار دي نهٔ کړم
خو نهٔ چي لار کښي مي اودريږی ولے
څوک چي بيلتون سختئ زغملي نهٔ شی
هغه په ښکلو مينيږی ولے
ورځم نزدي نو خفا کيږی آشنا
پوهيږم نا چي سنګاريږی ولے
وائی چي ميني له پيدا دی ښکلي
مُلا پري دومره خفا کيږی ولے
ؔچے د سیمابؔ د سوی زړهٔ اسويلی
آخر چي عرش ته به رسيږی
عبداللہ سیمابؔ